© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

                                          زیار صاحب – زیارونه او ویاړونه

د پوهاند ډاکترمجاوراحمد زیار د ژوند د پنځه اویایم پسرلی په پلمه جوړیدونکی سیمینارته پیغام

زیارصاحب ته تر مبارکۍ ویلو او دنیکو هیلو تر وړاندی کولو وروسته :

 کله ناکله می فرهنګی انډیوالان ښایی پدی خاطر چی زما دلیکنو بڼه ایزه ځاکړتیا یی خوښه یا ورته په زړه پوری ګرځیدلی وی ، نو  یو نیم وخت خپلی لیکنی راته د ارزونی په موخه رالیږی . سره لدی چی زما کندهاری لهجه او ژبه د زیږیدنی له ورځی نه داسی راسره مخته ته تللی چی د دری ژبی لغاتونو ونډه یی داړتیا ترکچی زیاته ده ، خو په خپلو لیکنو کی بیا هڅه کوم دځپل توان په کچه معیاری اړخ ته هم یو څه پام واړوم  . کله چی ځینی رالیږل شوی لیکنی ارزوم ، ډیر ټینګار می پر دی وی چی تر وسه وسه یی د دری ژبی بار او منت دپښتو پرغاړه ورته سپک شی . زه دوی ته دا ټکۍ په ټینګار سره وایم چی نننۍ پښتو هغه د ۵۰ – ۶۰ کالو مخکی پښتو نده . هغه وخت چی به پښتنو لیکوالانو هر څومره د دری ، فارسی او ان عربی ژبی د لغاتونو څخه په زیاته پیمانه په پښتو لیکنو کی کار اخیستی وای ، دا کار په هم هغه پیمانه دده د پوهی د جګوالی ښکارندویی کوله . ددی ذهنیت غوښین لامل داوو چی هغه وخت لا پښتو تر ډیره بریده یوازی دخبرو ( ویلو ) په پړاو کی پاته وه تر دی چی لیکنیزه وی ، ځکه نو که په بل ډول لیکل شوی وای ، نه ددی موخی دپاره پوره لغاتونه ترلاسه کیدلای شوه او نه یی هم د کارولو بڼه په ګوته شوی وه . زما ښه پیاد دی د نوزاد د لومړنۍ ښوونځی په څلورم ټولګۍ کی وم چی یوه ورځ د پښتو مضمون ښوونکی وویل چی دناروغه کیدو په ورځ باید دښوونځی اداری ته رقعه راولیږی ترڅو ناسوب مو ونه ګڼی . موږ یو هم پدی نه پوهیدو چی رقعه څه او څنګه لیکل کیږی . دپښتو ښوونکی چی پخيله یی خامخا په دری ( فارسی ) ژبه خبری نه شوی کولای له سره لدی چی ښوونځۍ په پښتو ژبه وه ، د ناروغۍ رقعه یی د ټولګۍ پر توره دړه په فارسی ژبه ولیکل چی موږ بیا په خپلو کتابچو کی تر نه نوټ کړه . ددی یادونی نه می موخه داده چی په پښتو ژبه لیکل اصلا دود شوی نه وو .

       کله چی د ادبیاتو په پوهنځی کی دپښتو څانګه او د پوهنتون نه بهر د پښتو ټولنه دسردار محمد داوود خان په ملاتړ جوړه شوه او هلته یو شمیر تکړه او پښتو ته زړه سواندی پوهان ځای پر ځای شوه ، ددوی نه ستړی کیدونکو هڅو د پښتو په سږو کی دژوندی کیدو نوی ساه ور پو کړه چی له برکته یی پښتو ژبی و لیکنیز پړاو ته وده وکړه . یو ددغو کسانو هم محترم مجاوراحمد زیار وو چی وروسته یی په ژبپوهنه کی د ډاکترۍ ډګری تر لاسه او ورپسی دخپلو زیارونو له کبله دپوهاندۍ دعلمی رتبی ویاړ هم ور په برخه شو . هلته داسی پوهانو لکه علامه حبیبی ، رښتین ، روهی ،رشاد ، الفت ، خادم او یو شمیر نورو هم په خپل وار و لیکنیزی بڼی ته دپښتو په اړولو او پرمختیا کی دپام وړ رول لوبولی چی سترګی پری پټول به ګناه وی .

      زما په اند د یوه ادیب ، لیکوال ، شاعر او په ځانګړی توګه د یوه ژبپوه په توګه پښتو ژبی ته دچوپړ په لارکی د زیار صاحب لویه ونډه پدی کی وینم چی ده د آرپوهنی ( ایتیمولوژی  Etymology ) علمی متودونو له مخی په پښتو کی نوی څیړنیزی لاری په کار واچولی ، پر بنسټ یی نیولوجیزم Neologism ته چی پښتو ټولنی راپیل کړی وو ، لانوره وده ورکړه او دپښتو وسوچه کولو ته یی دلاری په هوارولو کی ډیره مرسته وکړه  .

       دی کار که له یوی خوا د پښتو په بډای کولو کی د پام وړ رول درلود خو دبلی خوا یی یو نیم وخت د یو شمیر نورو ادیبانو او د پښتو زړه سواندو چوپړیانو غبرګونونه هم را پارولی دی چی خبره له بده مرغه په رسنیو کی تر کشالو پوری رسیدلی ده . ښکاره خبره ده چی دا کار غواړی یا نه غواړی زما غوندی بیوسو کسانو ته چی له یوی خوا د ژبی معیاری کولو ته سترګی په لار دی او دبلی خوا په سترګو وینی چی د پوهانو هغه اړینه انرژی چی باید د یو بل دنیمګړتیاوو دپوره کولو پکار کی یی کارولی وای ، هغه یو دبل په وړاندی کارول کیږی ، دخورا خواشینی لامل ګرځیدلی دی . داځکه چی موږ پدی ښه پوهیږو چی دعلم او تکنالوژی نننی چټک پرمختګ د پښتو ژبی د معیاری کولو خبره د اړوندو ژبپوهانو د کاری اجندا یوه ځنډ نه منونکی سرلیکه ټاکلی ده .

       زه نه غواړم پدی لنډه یادوونه کی د زیار صاحب بډایه ، رغانده او اوږده بیوګرافی پرله واړوم ځکه چی په رسنیو کی داکار تر سره شویدی . زه همدارنګه په پام کی نلرم چی داګړۍ دده بیشمیره لیکنی و ارزوم ، دا ځکه چی زه یو مسلکی ژبپوه نه یم او دا توان می په قلم کی نه وینم . خوهغه څه چی ویل یی اړین بولم ، هغه دادی :

۱ - دسیمینار دګدون کونکو نه می هیله داده دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ته پر داسی وړاندیزونو کار وکړی چی دپشتو ژبی د معیاری کولو په موخه د کار یوه هر اړخیزه ټاکلی کړنلاره ( طرزالعمل ) جوړه کړی .

۲ – دا کړنلاره ( طرزالعمل ) به داړوندو صلاحیت لرونکو چارواکو لخوا منظوره او دپوهنی وزارت به دهیواد د ټولو ښوونځیو دپښتو ښوونکی دیوه ټاکلی پروګرام په مټ ( لکه سیمینارونه ، کورسونه او نور ) ورباندی پوه ګړی چی وروسته به یی د ښوونی پروخت په ټینګه په پام کی ونیسی .

۳ – په هیواد کی دننه اوبهر به د پښتو لیکوالانو ، ژورنالیستانو او ټولو هغو کسانو څخه چی دپښتو قلم سره سروکار لری ،غوښتنه وشی څو منظوره شوی کړنلاری ته دخپل قلم پام واړوی .

      په پای کی دخپلو تلیفونی مبارکیو په دوام یواربیا د پوهاند صاحب دهڅو اوزیار ددرناوۍ په ترڅ کی ده ته د ژوند د پنځه اویایم پسرلی مبارکی وایم ، ګټور دثمره ډک اوږد ژوند ورته غواړم ، پر قلم دی دبرکتونو باران وی !

د سیمینار ټولو ګډونوالو ته د سیمینار په کار او د ژوند په ټولو چاروکی بریاوی غواړم !

په مینه او پیرزوینه .

پوهنمل حاجی محمد نورزادی . ډنمارک

یادوونه : لوړی څو کرښی می د نوموړی سیمینار د پاره کښلی وی ، خو داچه هلته له بده مرغه په ورتګ بریالۍ نشوم ، غواړم د رسنیو دلاری یی د اړوندو چارواکو او د زیارصاحب د مینه والو ترغوږونو ورسوم .

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول