|
داکترحنیف بکتاش
کابله مه ژاړه ته
کابله مه ژاړه ته ما درته ډیر ژړلي کابله وخانده بیا کابله وغوړېږه دریڅه پرانیزه د باغ پر لوري چې زما د زړه ، دا نړېدلې نړۍ یو ځلې بیاد سرو ګلانو له عطرو ډکه شي کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بیا
د قرآن غله له کابله وزه دا زما د اوښکو له ساحله وزه زموږ د سرونو د کرلو شیبو له دې حاصله وزه دا زما د زړه له کوڅې زما د فکرونو له منزله وزه د قرآن غله له کابله وزه کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بیا کابله لوړ شه کابله نر شه کابله ستر شه کابله ودروه یو ځلې ودروه دا زموږ د اوښکو سفر
کابله وخانده بیا کابله وغوړېږه یو ځلې پورته شه سپیده راوله د تورې شپې مخې ته یوه ډیوه راوله
زه غواړم ووینمه ستا پر تالا باغونو یوه مسکا د هیلې یو غوړېدلی بهار یوه خندا د مینې کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بیا.
اوړی 2004 کال کابل
ادبی ـ هنری
|